وروسته له هغې چې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره نړیوال جام په پایلوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه، د انګلستان د ورو توپ اچوونکي عادل رشید پلار وايي چې دواړه لوبډلې د دوی وې.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دواړه لوبډلې د دوی وې او پاکستان او د دغه هېواد اوسېدونکي په دې ویاړي چې عادل رشید او معین علي د دغه هېواد په استازولي د انګلستان لوبډله کې لوبېږي.
د عادل رشید پلار عبدالرشید په دې ویډیو کې همداراز له پاکستانیانو هم مننه وکړه چې دوی ته د نړیوال جام ګټلو مبارکي ورکوي.
ویل کېږي چې د عادل رشید او معین علي کورنۍ د پاکستان د کشمیر سیمې سره تړاو لري او کلونه وړاندې انګلستان ته تللي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
انګلستان پرون یکشنبه د نومبر ۱۳مه د اسټرالیا په مېلبورن کرېکټ لوبغالي کې د شل اووره نړیوال جام پایلوبه کې ماته ورکړه او د دویم ځل لپاره د شل اووره سیالیو اتل شو.