د خوست تڼیو ولسوالي ته په ۱۵ميليونه افغانيو برښنا لېږد چارې پیل شوې

د خوست محلي چارواکي وايي چې د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت تڼیو ولسوالي ته د برښنا لېږد چارې پیل شوې.

د خوست د برښنا شرکت رييس انجینیر فولاد معاويه وايي چې وارداتي برښنا به په لومړي سر کې د ولسوالي مقام سره ونښلېږي او وروسته به نورو سیمو او کلیو ته  هم وغځول شي.

خوست کې یوه ډله ځوانان د اشر له لارې څلور کیلو‌مټره سړک رغوي

د خوست تڼيو ولسوالي یوه ډله ځوانان د يوې ټولنې په هڅو د «للمۍ» په نوم د کلي خراب شوی څلور کیلو‌مټره فرعي سړک په اشر او د دوی په مالي لګښت رغوي. دوی وايي، مخکیني حکومت ته یې د یاد سړک د رغولو وړاندیز کړی وو، خو په اړه يې مثبت ځواب تر لاسه نه‌کړ او اوس يې د کليوالو په اشر د هوارولو او جغل اچونې چارې پيل کړي دي.