د افغان سولې لپاره د امریکا نوي استازي اروپا او اسیا ته خپل سفر پیل کړ

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان سولې لپاره د دغه وزارت نوي ځانګړي استازي توماس وسټ، اسیا او اروپا ته خپل لومړی سفر پیل کړی دی. توماس وسټ هم په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې په خپل دغه سفر کې به د امریکا له شریکانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې اترې وکړي.

امریکا: ایران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو لیدنه ګټوره تمامېدای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په محتاطانه ډول تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو ترمنځ د لیدنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ورته ګامونه د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شي. هغه ویلي: «موږ تل ویلي چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د دغه هېواد راتلونکې کې ونډه لري. دوی باید خپل نفوذ په مثبت او اغېزناک ډول وکاروي.»

شنونکي: د هندي چارواکو او طالبانو لیدنه د افغان سولې په ګټه ده

یو شمېر هندي رسنیو د شخړو د حل په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي مطلق بن ماجدالقحطانی له قوله داسې راپورونه خپاره کړي چې د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې د لومړي ځل لپاره د هند یوه پلاوي له طالب مشرانو سره لیده کاته کړي دي. یاد استازي ویلي چې هند او طالبان د اړیکو جوړولو یا تعامل په حال کې دي؛ ځکه په وینا یې، طالبان به د راتلونکي افغان دولت یوه برخه وي.

د افغان سولې لپاره وخت په ختمېدو دی

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي له افغانستان څخه د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو چارې ته په کتو د افغان سولې لپاره وخت په پای ته رسېدو دی. نیکولسن له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د دې خبرداري ترڅنګ ټېنګار کړی چې د سولې برخه کې اساسي پرمختګ ډېر لږ دی، نو ځکه اړتیا ده چې د سولې هڅې ګړندۍ او چټګ ګامونه واخیستل شي.

نن د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سولې غونډه لري

تمه ده نن پر افغان سوله د درېو هېوادونو افغانستان، چین  او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه جوړه شي. په دې درې اړخېزه غونډه به د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دوحه کې د افغان سولې خبرو د بیا ځلې پیل سربېره پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې وکړي.

په ناټو کې د ترکیې سفیر: د استانبول غونډه به د دوحې خبرو بشپړوونکې وي

په ناټو کې د ترکیې سفیر باسط اوزترک وايي، د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه به چې ترکیه یې کوربه‌توب کوي، په دوحه کې د سولې خبرو بشپړوونکې وي. نوموړي دا خبرې له نړیوالې خبریالې لیلما سدید سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي. د هغه په خبره، ټاکل شوې څو ورځې وروسته په استانبول کې جوړه شي او تمه لري چې د افغانانو لپاره ښې پایلې ولري.

د افغان سولې په اړه د استانبول غونډې د ځنډېدو احتمال

داسې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو په وړاندیز د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې جوړېدونکې غونډه چې ټاکل شوې وه د اپرېل میاشتې په ۱۵مه نېټه د افغان حکومت او طالب ډلې تر څنګ، د یوشمېر هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي، له روژې میاشتې وروسته شوې ده.

«ښایي د دولت او طالبانو مرکه‌چيانو ترمنځ بهرنیان د تسهیل‌کوونکيو په توګه کار وکړي»

سره له دې چې وړاندې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاويو ویلي وو، بین‌الافغاني خبرو کې به بهرنیان ونډه نه لري او افغان لوري به په خپله یوې پرېکړې ته رسېږي. خو اوس قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، امریکا او ځینو نورو هېوادونو داسې یو میکانیزم چمتو کړی چې که هوکړه پرې وشي، نو ځینې بهرنیان به بین‌الافغاني خبرو کې د دواړو مرکچي ډلو ترمنځ د تسهیل کوونکيو په نامه کار کوي.