د ملي روغې جوړې شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي، د استانبول په ناسته کې به د سولې هوکړه‌لیک په نوم یو سند لاسلیک شي چې د افغان سولې اړوند ټول مسایل به په‌کې نغښتي وي.

هغه چې نن په کابل کې له سولې د خلکو تمو او غوښتنو په اړه جوړه شوې ناسته کې خبرې کولې وویل، که څه هم ډاډه نه دی چې یاد هوکړه‌لیک به هرومرو لاسلیکېږي، خو په وینا یې، تر لاسلیک مخکې یې باید پر ټولو اړخونو بحث وشي، وارزول شي او بیا وروستی شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړې ناهید فرید وايي، سره له دې چې تمه ده د استانبول په غونډه کې د افغانستان قضیه حل شي، خو یاده ناسته له ګڼو ننګونو سره هم مخامخ ده.

که څه هم تر اوسه د افغان سولې په اړه د استانبول غونډې د جوړېدو کره نېټه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، خو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا غونډه په اپرېل میاشت کې د افغان دولت او طالب ډلې د استازیو تر څنګ، د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونو په ګډون جوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام