د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني پرون د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې رتنو لستاري پریانساري سره په دوحه کې کتلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې له افغانانو سره د بشردوستانه او پراختیايي مرستو په موخه د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي، د هوکړه‌لیک پر بنسټ، دواړو لوریو اعلان کړی چې موخه د یوې داسې همکارۍ رامنځته کول دې چې له مخې یې له افغانان څخه ملاتړ وکړي او د دغه هېواد په پراختیا کې د ښځو ونده پیاوړې کړي.

قطر او اندونیزیا همداراز هوکړه کړې چې افغانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې او د ښوونیزو او حرفه‌يي پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د همکاریو پر لارو چارو بوخت دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې چې د افغان مېرمنو د نقش په اړه به د نړیوالو ناستو او پروګرامونو د جوړولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې قطر د یو‌شمېر هېوادونو له مشرانو سره افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر کې د اسانتیاوې برابرولو په موخه خبرې کړې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام