رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې امریکا او قطر د یوې هوکړې له مخې سره  سلا شوي چې دغه هېواد به په افغانستان کې د امریکا ګټې خوندي کوي او په دوحه کې به د واشنګټن د ډيپلوماتیکو ګټو استازیتوب کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین پرون له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني سره د «د ساتنې واک» سند لاسلیک کړ.

دغه ګام د واشنګټن او کابل ترمنځ له دوو لسیزو جګړې وروسته د مستقیم تعامل ارزښت په ګوته کوي. د دغې هوکړې له مخې، دوحه به د امریکا ګټې ساتي او د واشنګټن او اسلامي امارت د حکومت ترمنځ په ټولو اړیکو کې به اسانتیاوې برابروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

دغه هوکړه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته په کابل کې خپل سفارت‌خونې تړلې دي. بل‌خوا په افغانستان کې د هوا سړېدو او اقتصادي ستونزو سره هم‌مهاله یو‌شمېر هېوادونه په دې هڅه کې دي چې له طالبانو سره یوه تعامل ته ورسېږي او په افغانستان کې د انساني ناورین مخه ونیسي.

په همدې حال کې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، قطر په کابل کې د خپل سفارت یو‌شمېر کارکوونکي هغه ځای کې ګوماري، چېرته چې د امریکا هېواد د سفارت خدمتونه وړاندې کېږي او دوی به په قطر کې د امریکا له ډيپلوماتیک دفتر سره په همغږۍ کې کار کوي.

همداراز دغه هوکړه چې د ډسمبر له لومړۍ نېټې به پلې کېږي، له مخې به یې قطر په کابل کې د خپل سفارت کار کوونکي د امریکا لپاره جوړې شوې څانګه کې وګوماري او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت او په قطر کې د امریکا له سفارت سره به په همغږۍ کې کار وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

د دې ترڅنګ قطر هوکړه کړې چې د ۸۰۰۰ هغو افغانانو کوربه‌توب به هم کوي چې په خپل هېواد کې له ګواښ سره مخ دي او د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو ته یې نوم لیکنه کړې ده.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام