یو شمېر هندي رسنیو د شخړو د حل په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي مطلق بن ماجدالقحطانی له قوله داسې راپورونه خپاره کړي چې د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې د لومړي ځل لپاره د هند یوه پلاوي له طالب مشرانو سره لیده کاته کړي دي. یاد استازي ویلي چې هند او طالبان د اړیکو جوړولو یا تعامل په حال کې دي؛ ځکه په وینا یې، طالبان به د راتلونکي افغان دولت یوه برخه وي.

سره له دې چې هندي او طالب چارواکو د دغې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي او د شویو خبرو جزیات هم نه دي په ډاګه شوي، خو یوشمېر افغان شنونکي داسې لیدنې کتنې د سولې خبرو په ګټه بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود د افغان سولې مسله نړیواله ګڼي او وايي، هندوستان د نړۍ یو مهم هېواد دی او باید د افغان سولې په اړه یې باور ترلاسه شي، څو په دې برخه کې همکاري وکړي.



دغه راز، د سیاسی چارو یو بل شنونکی بشیر بېژن وایي، هند د تاریخ په اوږدو کې له افغانانو سره ښې اړیکې لرلي او له طالبانو سره اړیکې او ناستې یې د افغان سولې په ګټه دي.  د هغه په خبره، هند هم له ترهګرۍ څخه خوندي نه دی او غواړي په دې برخه کې ډاډ ترلاسه کړي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې څه موده مخکې د هندي چارواکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو خبر ورکړی و.

هند تل طالبان یوه ترهګره ډله او د پاکستان استازي بللي، خو تېر کال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا وړاندیز کړی و چې هند دې خپلې اندېښنې په مستقیم ډول له طالبانو سره شریکې کړي.

د یادونې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم ليدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام