د افغانستان مدني ټولنې له اروپايي اتحاديې غوښتي چې له سولې راتلو وروسته پړاو کې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ وکړي.
د افغانستان د مدني ټولنې دغه غوښتنه د جمعې په ورځ د اروپا له پارلمان نه په انلاين بڼه وشوه.
په دې ناسته کې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مشر پیټرا سټریوسيوس او د هغه ټیم، په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر انډریاس وان برنټ، د افغانستان د مدني ټولنې غړيو، د افغانستان د څېړنې او ارزونې څانګې غړيو او یو شمېر نورو سازمانونو برخه اخیستې وه.
د افغانستان مدني ټولنې غړيو له اروپايي اتحاديې غوښتي چې د جګړې ښکېلې خواوې دې بېړنی اوربند وکړي.
دوی ټينګار وکړ چې سيمهييز لوبغاړي دې د افغانستان مسله کې مداخله نه کوي.
د يادې ټولنې غړيو د سولې په پروسه کې د ښځو او مدني ټولنې ملاتړ باندې ټینګار وکړ.
د اروپا پارلمان ویلي چې دوی د سولې په پروسه کې د افغان د ښځو او مدني ټولنې ملاتړ کوي.