په سوېل ختيځ زون پکتيا کې د پنځو ولايتونو لوګر، غزني، پکتيکا، خوست او پکتيا ديني عالمانو د يوې غونډې پر مهال په افغانستان کې د افغان ځواکونو پر وړاندې اوسنۍ جګړه د اسلام خلاف او ناروا وبلله.

دوی د وسله‌والو طالبانو او نورو جنګي ډلو پر وړاندې د افغان سرتېرو جګړه جهاد او مرګ يې شهادت یاد کړ.

د يادو ولايتونو ديني عالمانو دا خبرې نن په مرکز ګردېز کې د يوې غونډې پر مهال وکړې.

دغه ديني عالمان وايي، په افغانستان کې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې نيابتي جګړه روانه ده چې ټول زيان دواړو خواوو مسلمانانو ته رسېږي.

دوی وايي، سوله د الله پاک امر دی او د جګړې ښکېل لوري دې الله له امر نه سرغړونه پرېږدي.

ديني عالم محمد اسماعيل روحاني وويل چې د يوه مسلمان ورور وينه تويول بل مسلمان ته حرامه ده او باید په هېواد کې روانه جګړه ودرول شي.

د نوموړي په وینا، افغان امنيتي سرتېري د افغان ولس، سرحدونو، خاورې او خلکو د عزت ساتونکي دي چې  پر وړاندې یې جګړه ناروا، مردوده او مسلمان وژنه ده.

روحاني وايي، د افغان ملي ځواکونو جګړه د مخالف له لوري پر وړاندې جهاد او مرګ يې له شک پرته شهادت دی.

ديني عالمان وايي، له اوسني دولت او مشرانو ګيلې لري، خو دا د دې لامل نه کېږي چې پر وړاندې یې وسله واخلو، بلکې باید د اصلاحاتو لپاره يې کار وشي.

يو بل ديني عالم مولوي عرفان وايي، خلک تر بل هر وخته اوس امن، سولې او ورورولي ته اړتيا لري.

نوموړی وايي، د جګړې د دواړو لوريو کسان مسلمانان دي او د روژې نيولو ترڅنګ، قرآن او سنت مني چې په وینا یې، اړتيا ده چې جګړه بنده او د سولې لپاره اوربند وشي.

نوموړی وايي، افغانان دې خپلې ستونزې او اختلافونه خپله حل کړي او نورو هېوادونه ته دې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر بل هر وخته د وسله‌والو طالبانو بريدونه، د سړک غاړې ماين چاودنې او موټربم بريدونه ډېر شوي چې قرباني یې تر ډېره عام خلک ورکوي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام