په داسې حال کې چې له تېرې پنجشنبې راهيسې په قطر کې د سولې د مرکچي پلاويو د تماس ډلو ترمنځ ناسته نه ده شوې او مرکچي پلاوي د شاوخوا یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو د پیل لپاره کړنلاره جوړه کړي؛ نو له ځینو کارپوهانو سره داسې اندېښنې دي چې ښایي روان مذاکرات په ټپه ودرېږي.
د چارو کتونکی محمدحسن حقیار وایي، ښایي طالبان او د افغانستان حکومت د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو انتظار پاتې شي.
نوموړی زیاتوي، حکومت په دې تمه دی چې که په ټاکنو کې د ټرمپ سیال جوبایډن ګټونکی شي، نو د افغانستان په تړاو د امریکا سیاست بدل او له افغانستان سره د امریکا مرستې به ډېرې شي چې دا کار کولای شي پیل شوي مذاکرات پرېږدي.
حقیار دغه راز وایي، طالبان هم ښایي د امریکا ټاکنو ته په تمه وي، څو ټرمپ بریالی شي.
د نوموړي په باور د ټرمپ په بریالیتوب سره له افغانستان څخه د امریکایي ځوکونو د وتلو وروستۍ نېټه هم مخ په نږدې کېدو ده او طالبان به د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې له لارې واک ته ورسېږي او مذاکراتو ته به اړتیا نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسې جرګې په نننۍ عمومی غونډه کې هم یو شمېر وکیلانو اندېښنه وښودله چې په دوحه کې د سولې مذاکرات ټکني شوي او له ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د چارو بل کتونکی او پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا هم وایي چې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا له منځه تللې او جګړو زور اخیستی دی.
د نوموړي په خبره، د مرکچي پلاوو تر منځ درېیمګړی نشته چې دوی سره نږدی کړي.
سید اکبراغا زیاتوي چې حکومت هم تر ډېره د مذاکراتو پرمخ وړلو ته لېواله نه دی، نو شونې ده چې مذاکرات له ځنډ سره مخ شي او ان دا چې په ټپه ودرېږي.
نوموړی وايي، ښايي یا د طالبانو او ولس ترمنځ خبرې پیل شي او یا هم په مرکچي پلاوو کې بدلون راوستل شي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د بینالاافغاني مذاکراتو له پیله تر اوسه هېواد کې ورځ تر بلی ناامنۍ او مرګژوبله مخ په ډېرېدو ده.
د مذاکراتو له پیله شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي؛ خو لا هم د دواړو مرکچي پلاوو د تماس ډلې نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو د رسمي غونډو لپاره په کړنلاره سلا شي.