Asset 1SWN

ننګرهار کې سږ کال د زیتونو حاصلات ۵۰۰ ټنه اټکل شوی

72753864_2790845714273344_1031760610330673152_n

 

د ننګرهار د کانال ریاست مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل سلام‌وطندار ته وویل، د اټکل له مخې سږ کال د زیتونو فارمونه تر ۵سوه ټنه حاصل ورکوي چې له لسو ټنو به یې اچار او د ۴۹۰ ټنو تر پروسس وروسته به یې تېل تولید کړي.

غريبمل وايي، د زیتونو د اچارو او تېلو تولید هم د ننګرهار زیتونو فابریکه کې کېږي. د ننګرهار د کانال ریاست اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړ وو چې د دغو باغونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوي او اوس یې یوازې ۱۷۲۰ هکټاره باغونه زیتون ورکوي.

د کانال د ریاست ویاند غریبمل وايي، دغه اداره پلان لري چې ننګرهار کې پر ۸۷ هکټاره ځمکه د زیتونو تازه باغونه جوړ کړي.

د زیتونو دغو باغونو کې ګڼ شمېر کسانو ته کاري موکې هم برابرې شوې دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، که د زیتونو باغونو ته پام زیات شي او ولسي خلک همکاري وکړي، نو دا حاصلات څو برابره لا زیاتېدای شي.

داسې راپورونه هم شته چې د کانال ریاست سلګونه جریبه ځمکې غصب شوي چې اوس وخت ناخت ولایتي اداره د ځمکو د ځینو برخو له غصبه د خلاصون خبر ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام