Asset 1SWN

پوهنیز نظام د فلج په درشل کې

1347199

 

په یو شمېر ښوونځیو کې بې‌نظمیو د کورنیو اندېښنې را پارولي او وايي، د پوهنې په سیسټم کې د بې‌نظمیو موجوديت د منلو نه دی او د هېواد پوهنیز نظام د فلج په درشل کې دی. د دغو کورنیو په خبره، ګڼ شمېر ښوونځیو کې ښوونکي نشته او زده‌کوونکي له لوست پرته بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د دغو کورنیو غړیو له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، سره له دې چې له ۲ میاشتو ډېره موده کېږي، ښوونځي بېرته پيل شوي؛ خو اولادونه یې وايي، ښوونکي ټولګي ته نه ورځي او نه هم کومه کورنۍ دنده ورکړل شوې.

د رابعې په نوم د زده‌کوونکيو د کورنیو یوه غړې وايي، په هغه ښوونځي کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دوی اولادونو ته کورنۍ دنده نه ده ورکړل شوې چې په کې لوست کوي.

د شکایت کوونکيو کورنیو بل غړی احمد هم ورته خبره کوي او وايي، حکومت د پوهنې سیسټم ته هېڅ پاملرنه نه کوي. د احمد په خبره، دوه میاشتې کېږي چې ښوونځي فعال شوي؛ خو د دولت له خوا ورته هېڅ پاملرنه نه کېږي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین سلام‌وطندار سره خبرو کې دغه ادعا نه مني او وايي، د پوهنې وزارت نظارتي ټیم ته دنده سپارل شوې چې ښوونځيو ته ورشي او د ښوونکيو د ناسوبتیا په اړه راپور ورکړي؛ خو تر اوسه د ښوونکيو د ناسوبتیا په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د پوهنې وزارت پر روان درسي بهیر دغه نیوکې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د را روانې لیندۍ میاشتې په پيل کېدو سره د سړو سیمو ښوونځي د ژمي په رخصتۍ لاړ شي.

له پوهنې وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې له لومړي تر شپږم ټولګي ښوونځي د لیندۍ په لومړۍ نېټه او له اووم تر دوولسم ټولګي د لیندۍ په ۱۵ مه نېټه رخصت شي.

اعلامیه زیاتوي، د ۱۳۹۹ کال کلنۍ ازموینه به د ۱۴۰۰ ام کال په پيل کې واخيستل شي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام