Asset 1SWN

«په تېر حکومت کې د ډالرو بورۍ راغلې، طالبان پیاوړي او امن سیمې ناامنې شوې»

20210328_144650-256x165

د پروان والي فضل‌الدین عیار نن د دغه ولایت په مرکز چاریکارو کې له مذهبي مشرانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د ښځو په ګډه غونډه کې چې د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ او د ژمنو ښځو ټولنیز بنسټ له لوري جوړه شوې وه، وویل چې د تېر حکومت پر مهال د ډالرو بورۍ راغلې، طالبان پیاوړي شول او امن سیمې په لوی لاس ناامنې شوې.

هغه که څه هم په دې اړه ډېر جزیات ور نه کړل، خو په وینا یې، د پخواني ولسمشر د واکمنۍ پر مهال د طالبانو د پیاوړتیا او د امن سیمو د ناامنه کولو لپاره کار وشو.

په همدې حال کې د ژمنو ښځو ټولنیز بنسټ مسووله وتریه سیدي وايي، یاده ناسته یې د سولې په اړه د بېلابېلو ولسوالیو او کلیو له ښځینه او نارینه‌وو نه د نظریاتو راټولولو په موخه جوړه کړې ده.

د هغې په خبره، را ټول کړي نظریات به په کابل کې د خبري ناستو له لارې له خلکو او د سولې له لوبغاړیو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه ستره غونډه جوړه شي.

د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ بنسټ له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت کوي او د مسوولانو په وینا یې، ټاکل شوې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې خپل فعالیتونه د هېواد ۳۴ ولایتونو ته وغځوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام