«په تېر حکومت کې د ډالرو بورۍ راغلې، طالبان پیاوړي او امن سیمې ناامنې شوې»

د پروان والي فضل‌الدین عیار نن د دغه ولایت په مرکز چاریکارو کې له مذهبي مشرانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د ښځو په ګډه غونډه کې چې د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ او د ژمنو ښځو ټولنیز بنسټ له لوري جوړه شوې وه، وویل چې د تېر حکومت پر مهال د ډالرو بورۍ راغلې، طالبان پیاوړي شول او امن سیمې په لوی لاس ناامنې شوې.