د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته وویل چې ناپېژنده وسله‌والو دغه څلور واکسیناتوران نن پنجشنبه کندوز ښار کې وژلي دي.

هغه وايي چې دوه واکسناتوران د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «اوزلوبې میدان سړک» کې او دوه نور هم د «سه‌درک» اړوند د «سیاف‌ نمرې» سیمه کې کې وژل شوي دي.

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند زیاتوي چې دې برخه کې یې څېړنې پیل کړي او په اړه به یې نور مالومات وروسته رسنیو سره شریک کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، وژل شویو واکسیناتورانو کې یوه نجلۍ او درې نور نارینه دي.

دې سره د کندوز حوزوي روغتون کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، دغه روغتون ته څلور واکسیناتوران په ټپي حالت کې ورل وړل شوي وو چې وروسته یې ټولو ساه ورکړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه کومې ډلې کندوز کې د دغو واکسیناتورانو د وژل کېدو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې تر دې وړاندې هم د ناپېژنده وسله‌والو برید کې واکسیناتوران وژل شوي دي، خو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې کندو کې د ناپېژنده وسله‌والو برید کې څلور واکسیناتوران وژل کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام