Asset 1SWN

د کندوز يو شمېر دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي له قانونه بشپړ معلومات نه‌لري

په کندوز کې يو شمېر خبريالان وايي، سره له دې چې څو کاله کېږي معلوماتو ته د لاس‌رسي قانون تصویب او توشيح شوی؛ خو لا هم دا قانون د دې ولایت په يو شمېر دولتي ادارو کې نه دی بنسټيز شوی. د دوی په وینا، حکومت باید د کندوز ټولې دولتي ادارې اړې کړي چې د ياد قانون په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي او له رسنیو سره همکاري وکړي.

دغه خبريالان وايي، د قانون پر بنسټ ټولې دولتي او نادولتي ادارې اړې دي چې خبريالانو او هېوادوالو ته اطلاعات ورکړي او ټول هېوادوال او په ځانګړې توګه خبريالان بايد په ازادانه توګه اطلاعاتو ته لاس‌رسی پيدا کړي.

د دوی په وينا، د کندوز يو شمېر دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي له قانونه بشپړ معلومات نه‌لري او هر کله چې څوک د معلوماتو غوښتنه کوي، له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

شمال ختيځ کې خبريالان وايي، په ځلونو يې دغه ستونزې د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو سره شريکې کړي؛ خو پام ورته نه دی شوی.

د هېواد په شمال ختيځ کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول شهباز صابري وايي، که څه هم د ټوليزو رسنيو او بیان د ازادۍ له پراختیا ۱۷ کاله کېږي؛ خو د دولت او خلکو ترمنځ د معلوماتو د شرکېدا بهير سم  روان نه دی.

د صابري په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د خبریالانو د ستونزو حل لپاره په دولتي ادارو کې روزنیز پروګرامونه پيل کړي.

خو په کندوز کې محلي مسوولان وايي، معلوماتو ته د لاس‌رسي قانون نسخې یې د دې ولایت ټولو دولتي ادارو ته وېشلي او هڅه کوي چې دا قانون په ټولو دولتي ادارو کې پلی شي.

که څه هم په هېواد کې رسنۍ او د بیان ازادي د حکومت له کلیدي لاسته راوړنو شمېر کېږي؛ خو د کندوز او تخار ولايتونو خبریالان وايي، وروستيو کلونو کې اطلاعاتو ته نه لاس‌رسی، د متضادو شمېرو وړاندې کول، کاري او ځاني خونديتوب نشت هغه ننګونې دي چې خبريالان ترې سر ټکوي.

اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۳ کال کې  د ولسمشر غني له لوري له تصويب وروسته توشېح شو او دويم ځل لپاره په ۱۳۹۷ کال کې تعديل شوی چې له مخې يې ټولې دولتي ادارې اړې دي چې د خپلو فعاليتونو په اړه هېوادوالو، خبريالانو او رسنيو ته ځواب ووايي او اسناد ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام