د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ویاند محمد کمال افغان سلام‌‌وطندار ته وویل، ټاکل شوې سبا د کابل «ده‌سبز» سیمه کې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو په ګډون یوه بهرني شرکت سره د ۱۵۰ فابریکو جوړولو سند لاسلیک شي.

دی وايي، د دغو فاریکو د جوړولو چارې به هم رسمآ پیل شي او ورسره به شاوخوا ۴۰ زرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښاغلي افغان په وینا، دا فابریکې به تر ډېره ساختماني مواد تولیدوي او وروسته د اړتیا له مخې به د نورو بېلابېلو مواد په تولیداتو هم پیل وکړي.

نوموړي وویل: «یو بهرنی شرکت دی، غواړي شاوخوا ۲۱۶ میلیونه دالره پانګونه وکړي چې ۱۵۰ فابریکې جوړېږي. د ساختماني موادو د تولید فابریکې دي.»

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان د افغانستان روان وضعیت ته په کتو، هېواد کې په بهرنۍ پانګونې سره د ۱۵۰ فابریکو جوړیدل مهم بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج‌محمد تلاش وویل، د دغو فابریکو جوړول کولی شي د فقر او بېکارۍ کچه را ټیټه کړي او پر یوه تولیدي هېواد د افغانستان بدلېدو سره څه نا څه مرسته وکړي.

نوموړي وویل: «دغه فابریکې د خصوصي سکتور او پانګوالو له‌خوا که ورغول شي، ټکس او مالیه یې ملی عوایدو ته ځی او بل‌خوا زمونږ تولیدات زیاتېږي او د دې لامل کېږي چې په کابل کې یواقتصادي خوځښت رامنځ‌ته کړو او د اعتماد زمینه په افغانستان کې نورو پانګوالو ته برابروي او دا یو ګټور اقتصادي ګام دی چې نورو ګامونو ته هم زمینه برابروي.»

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته زیاتو کسانو دندې له لاسه ورکړي او دامهال ګڼ‌شمېر هیوادوال له بیوزلۍ او بیکارۍ څخه سر ټکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام دې وروستیو کې ویلي، ۹۸سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري او له هرو لسو کورنیو څخه ۷ یې خواړه په پور اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام