افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره ښځې د کار او زده‌کړو له حق څخه محرومې شوي او د ټولنې دغه ټبر د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره تل اعتراض کړی.

د اسلامي امارت د مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده هم د ښځو په اړه تازه فرمان کې د مېرمنو د زده‌کړو او کار حق ته اشاره نه ده کړې چې دغې مسلې د ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښځو د حقونو یو‌شمېر فعالان وايي، تمه یې درلوده چې د ښځو د کار، زده‌کړو او سیاسي مشارکت حق په اړه چې د مېرمنو له اساسي حقونو څخه دي، پرېکړه وشي.

هغوی په دې باور دي چې واده او میراث د هغوی فردي حقوق دي او خپله کولای شي په دې برخه کې پرېکړه ونیسي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت باید ټولنه کې د ښځو حضور ته زمینه برابره کړي.

د ښځو د حقونو فعاله اوږۍ امېل سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت مشر باید د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه فرمان ورکړی وای او په وینا یې چې ښځو باید په سیاست کې پراخه ونډه درلودی.

په ورته مهال د ښځو د حقونو بله فعاله هدا خاموش پر خپله فېسبوک پاڼه د ښځو په اړه د هبت‌الله اخند‌زاده د فرمان په تړاو لیکلي چې په دې فرمان کې د ښځو د کار، زده‌کړو او سیاسي مشارکت په اړه هېڅ نه دي ویل شوي او مونږ دې برخو ته اړتیا لرو.

خو د اسلامي امارت مسوولان وايي، د ښځو لپاره د کار او زده‌کړو زمینه هم برابروي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي، ښځې له ټولنې نه دي حذف شوي او ورته به د کار او زده‌کړو حق هم ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښځو حقونو په اړه د اسلامي امارت تازه فرمان د نیوکو ترڅنګ ملاتړي هم لري. د افغناستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس وېسټ له دغه فرمان څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي، ښځې اړتیا لري چې د کار، زده‌کړو، سیاسي او رسنیو کې حضور ته لاسرسی پیدا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام