د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن د دغه بنسټ د تېرو ۶ میاشتو لاسته راوړنو د وړاندې کولو پرمهال وویل، یاده موده کې یې کابل ښار او ولسوالیو کې ۲ زره او ۱۸۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي چې په‌کې ځینې مشهور مجرمین هم شامل دي.

نوموړي وویل، د اسلامي امارت ځواکونو بېلا‌بېلې وسلې، زرهي واسکټونه، څه باندې ۵۸ کیلو ګرام نشه‌یي توکي، ۶۰ زره ټابلیټ که، ۴۴۸ بوتله الکولي مشروبات، دوه عرادې موټر، یو موټرسایکل او ۲۵ عدده مبایلونه هم نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، تېرو شپږو میاشتو کې یې ۲۶ بریالي عملیات هم ترسره کړي او د امنیې قومندان له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست ۳۸ کسان د کمېشن‌کارۍ، د وسلو قاچاق، د اسلامي امارت له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او داعش سره د اړیکو په تور نیولي دي.

نوموړي وویل: «په تېرو ۶ میاشتو کې د کابل امنیه قومانداني اړوند حوزو، د ولسوالیو قومندانیو په ګڼو عملیاتو کې ۲۱۸۰ کسان په جنایې جرمنو لکه غلا، اختطاف، قتل، د ناقانوني وسلو لېږد، اخلاقي فساد او د نظم اخلال په تړاو تورن کسان نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.»

د کابل د امنیه قوماندانی ویاند وویل، د پولیسو ځانګړی لباس د تکمیلېدو په حال کې دی او په دې سره به نور هم د غلاوو او نورو پېښو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه چې د کابل ښار چیک‌پاینټونه به هم په پرمختللو تخنیکي وسایلو او مسلکي کسانو سمبال شي. په همدې حال کې د کابل د امنیې قومندانۍ امنیتي مرستیال شفیع‌الله حمیدي ډاډ ورکوي چې د هېوادوالو امنیت به خوندي وساتي.

ده وویل، امنیتي ځواکونه د عام ولس، خبریالانو، سوداګرو او نورو ټولو امنیت تامینولو ته ژمن دي.

«زمونږ د سل شمیره فعاله ده او ۱۱۹ شمیره چې ما ته پر اکثره هیوادوال زنګونه وهي، دا شمیری فعاله دی، که شپه وی یا هم ورځ د افغانستان په هرګوډ کې امنیت تامین دی او تاسی کولای شی له دغو شمیرو سره اړیکی ونیسی او په هغه ساعت به انشالله ستاسو ستونزه حل کیږی.»

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د کابل امنیه قومانداني رسنیو سره د تېرو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو رپوټ شریکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی، چې د اسلامي امارت چارواکي د امنیت تامینولو ډاډ ورکوي، خو د رپوټونو پراساس دې وروستیو کې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د وژنو او انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام