په پکتيا کې يوشمېر مېرمنو په يوه غونډه کې وويل چې په کورونو کې ناقانونه وسلې د دې لامل کېږي چې په کور کې پر تاوتريخوالي سربېره د مېرمنو د حق غوښتنې غږ چوپ کړي، خو يو شمېر نورې بيا پر دې باور دي چې په کورونو کې د وسلو ساتنه د دې لپاره ده چې د کور او مېرمنو امنيت له غلو، تېري کوونکو او مخالفو کسانو نه خوندي کړي.

په پکتيا کې د افغان ښځو شبکې مشرې زرغونې همت سلام‌وطندار ته وويل چې خلک د ځان ساتنې لپاره په کورونو کې ناقانونه وسلې ساتلي، خو دا وسلې ډېر کله کورنی تاوتريخوالی ډېروي، د کورنيو ترمنځ بدي رامنځته او د ښځو د حق غوښتنې غږ چوپ کوي.

هغه وايي، ځينې وخت مېرمنې په کورونو کې د ناقانونه وسلو له وېرې ځکه د خپلو بشري حقونو، زده‌کړو او مدني فعاليتونو غوښتنه نه شي کولای چې ژوند یې ونه ګواښل شي.

نوموړې په دې برخه کې پر مسوولو ادارو غږ کوي چې له خلکو نه ناقانونه وسلې ټولې او یا یې هم ثبت کړي.

د پکتیا یوه بله اوسېدونکې روحانيه سحر هم په کورونو کې د ناقانونه وسلو د موجودیت په اړه اندېښنه ښيي.

هغه وايي، مېرمنې په ځينو کورونو کې وېره لري چې د ناقانونه وسلو په موجودیت کې به د دوی ژوند وګواښل شي او د خپل غږ اوچتولو پر مهال به ان د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

خو د دغه ولایت یوه بله اوسېدونکې رحمانيه بيا وايي چې افغانستان د تېرو څو لسيزو جګړو له کبله جګړه‌ييزه بڼه خپله کړې او ډېری کورنۍ د دې لپاره وسلې ساتي چې خپل ژوند پرې وساتي.

نوموړې وايي، خلک د غلو او تېري کوونکو د وېرې له امله په کورونو کې وسلې ساتي او دا وسلې د نارينه د ژوند خونديتوب تر څنګ، د ښځو ژوند هم ډاډمنوي.

په تېرو څلورو لسيزو کې  بېلابېلو زبرځواکونو پر افغانستان بريدونه کړي چې په پايله کې یې عامو خلکو هم بې‌شمېره وسلې ترلاسه کړې دي. دا وسلې اوس پر یوه ستر سرخوږي بدلې شوي او د کورنيو ترمنځ د تاوتريخوالي تر څنګ يې کورنۍ جګړې ته هم لاره هواره کړې ده.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام