Asset 1SWN

هرات کې د رسنیو لپاره نوې لارښوونې: د نظام پر ضد له تبلیغاتو ډډه وکړئ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د استخباراتو ادارې د دغه ولايت خبريالانو او د رسنيو له مسوولانو سره په یوه ناسته کې د رسنيو د خپرونو د څرنګوالي په اړه نوې لارښوونې اعلان کړي.

غونډې ته د هرات د استخباراتي ادارې د رواني عملياتو مشر ثابت هروي وويل، دغه لارښود ۸ مادې لري او رسنۍ مکلفې دي چې پرې عمل وکړي او دغه لارښود پلی کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه لارښود کې راغلي چې رسنۍ دې د هېواد د فرهنګ او اسلامي ارزښتونو خلاف د هر ډول موسیقۍ، سریالونو، فلمونو او د هر هغه پروګرام له خپرولو ډډه وکړي چې شخصیتونو او خلکو ته په‌ کې سپکاوی شوی وي.

د دغه لارښود پر بنسټ، رسنۍ دې د طالبانو پر ځای د اسلامي امارت نوم وکاروي او د نظام پر وړاندې له تبلیغاتو لاس واخلي او عامه ذهنونه نه ګډوډوي. دوی ویلي چې رسنۍ دې له څېړنو او بشپړو جزییاتو پرته هېڅ ډول خبر نه‌خپروي او همدارنګه قومي او ژبني تعصباتو ته لمن نه وهي.

د هرات د استخباراتو ادارې د رواني عملياتو مشر وویل چې په هېواد کې له څو کلونو جګړو وروسته بايد رسنۍ خلکو ته هيلې ورکړي او نړیوالو ته د هېواد اسلامي او ملي ارزښتونه وښيي.

غونډه کې یوشمېر خبریالانو هم حضور درلود، دغو خبریالانو د يادو موضوعاتو د روښانه کولو سربېره د دولت او رسنيو ترمنځ پر دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نعيم‌الحق حقاني هم ټينګار وکړ چې د محدوديتونو په لګولو کې کومه ستونزه نشته او رسنۍ د دولت په همکاري کولاى شي د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ په ژوندي کولو کې رغنده رول ولوبوي.

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د رسنیو د خپرونو د څرنګوالي په اړه لارښوونې، سپارښتنې او ځیني محدودیتونه وضعه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام