سره له دې چې په سوداګریزو تعرفو کې شاوخوا ۷۰ سلنه کموالی راغلی، خو د پخواني حکومت له نسکورېدو راهیسې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان جان الکوزی وايي، که څه هم پخوا به د یوه موټر خوراکي توکو محصول نږدې ۵۰ زره افغانۍ کېده، خو اوس سره له دې چې محصول یې ۲۰ زرو افغانیو ته راټیټ شوی، مګر بیا هم په بازارونو کې د توکو بیې د تېر په څېر لوړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده وویل، د نفتي توکو د بیو لوړېدو له کبله سره له دې چې د غوښو، هګیو او نورو ځینو کورنیو تولیداتو په تعرفو کې کموالی نهدی راغلی، بلکې بیه یې یو څه زیاته شوې هم ده. خو د اوړو، غوړیو او نورو توکو په نرخونو کې د لوړوالي لامل د افغانیو پر وړاندې د ډالرو لوړېدل او بانکونو کې د پیسو کموالی دی.
په همدې حال کې د کابل منډيي د الافانو ټولنې مشر فرید ساپی هم د خوراکي توکو د نرخونو لوړېدو لامل د ډالرو ارزښت لوړېدل او په بانکونو کې د پیسو کموالی بولي.
- د بانکونو پېرېدونکي د پیسو اخیستلو له بهیر څخه ناخوښ دي
- د افغانستان بانک: شهزاده سرای به د شنبې ورځ فعال شي
هغه وايي، بانکونه په وخت سره نورو هېوادونو ته د سوداګرو پیسې نه استوي چی هغوی پرې مالونه وپېري او په وینا یې، ډېری قراردادونه یې هم فسخه شوي دي.
د نوموړي په وینا، څو ورځې وړاندې د کابل بازارونو کې د یوه ۱۶ لېټره ټیم غوړیو بیه ۲۶۰۰ افغانیو او د یوې بوجۍ اوړو بیه هم ۲۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې وه، خو نن چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شو، د خوراکي توکو بیې هم څهناڅه راټيټې شوې دي.
ساپی زیاتوي چې نن په عمده بازار کی یوه بوجۍ اوړه شاوخوا ۱۷۸۰ او ۱۶ لېټره غوړي ۱۹۹۲ افغانیو ته راټیټ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو ترڅنګ، ګڼشمېر هېوادوال د پیسو نه لرلو ستونزې سره مخ دي او ډېری یې د معاشونو ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو د بانکونو مخې ته په لیکو کې ولاړ دي.