د عاشورا مراسمو لمانځنې په ترڅ کې د کابل ښار د تکیه‌خانو او جوماتونو یو‌شمېر مسوولان د دغو مراسمو د امنیت په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي چې هېواد کې ناامني او بې‌ثباتي لامل شوې چې شیعه‌ګان د تېرو کلونو په پرتله، سږکال تکیه‌خانو او جوماتونو کې کمرنګه حضور ولري. د عاشورا مراسمو ترسره کوونکي سلام‌وطندار ته وايي، سږکال ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې د اسلامي امارت سرتیري د سیمې خلکو سره د نااشنايۍ او نه پېژندو له امله نه‌شي کولای، د عاشورا ورځو پرمهال د تکیه‌خانو او جوماتونو امنیت خوندي کړي.

د هغوی په وینا، اسلامي امارت د امنیت تامین په برخه کې تجربه نه‌لري او په سمه توګه نه‌شي کولای د عاشورا مراسمو امنیت ټینګ ګړي. د تکیه‌خانو او جوماتونو مسوولان اسلامي امارت څخه غواړي چې اجازه ورکړي، څو د امنیت ټينګ په برخه کې خپله خلک لاس په کار شي.

په ورته وخت کې یوشمېر شیعه‌کان سلام‌وطندار ته ویلي، د سږکال عاشورا مراسمو لپاره هغسې چې اړتیا ده امنیت نه دی نیول شوی.

دې سره هم‌مهاله د عاشورا مذهبي مراسمو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې پرون د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند «سرکارېز» سیمه کې چاودنې ۸ کسان ووژل او ۱۸ نور ټپیان کړي دي.

ناتایید شویو رپوټونو کې هم ویل شوي چې دغه برید کې ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. دغه چاودنه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دغه برید په غبرګون کې اسلامي امارت څخه غوښتي چې جنایتکاران په نښه او د افغانانو امنیت تامین کړي.

اروپايي ټولنې هم د تېرې ورځې برید محکوم کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت دې د دغسې بریدونو پر وړاندې د هزارو په ګډون د ټولو افغانانو امنیت تامین کړي.

ملګروملتونو د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د دغې پېښې په غبرګون کې ویلي، افغانان هېڅ ځای کې هم امنیت نه لري. هغه د کابل لوېدیځ کې برید د هزاروو د نسل وژنې په مانا بللي او هرڅه ژر یې د درېدو غوښتنه کړې.

ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او ویلي، یاد برید د بشر ضد جنایت او د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی دی. دا تېرو څو ورځو کې کابل کې څلورم بريد دی چې ترسره کیږي. مونږ هڅه وکړه د عاشورا مراسمو د امنیت ټينګښت څرنګوالي په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرله‌پسې اړیکو سربېره بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام