سرچینې وايي چې نن سهار په کابل ښار کې چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چاودنه د کابل پوځي هوايي ډګر قرول کې شوې ده.
ټکور همداراز ویلي چې چاودنه مرګژوبله لري، خو د اوښتې مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د چاودنې په اړه د دوی څېړنې روانې دي او جزییات به یې له رسنیو سره وروسته شریک کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.