د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند وزیرمحمد اکبرخان سیمه کې د پرونۍ چاودنې پرمهال د سمېعالله په نوم یو ټرافیک پولیس هم وژل شوی دی.
د سمېعالله د کورنۍ غړي وايي، نوموړي په یوه کرایي کور کې ژوند کاوه او د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست و. دوی زیاتوي چې د سمېعالله مېرمن د زړه ناروغۍ لري او اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي. له نوموړي څخه یو زوی او درې لوڼې پاتې دي.
د سمېعالله د کورنۍ یوه غړي عمران ملک سلاموطندار ته وویل چې نوموړي له تېرو پنځلس کلونو راهیسې د کابل ټرافیک پولیسو کې دنده ترسره کوله چې پرون یې چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ.
عمران ملک هېواد کې امنیتي وضعیت ته په پام د اندېښنې په څرګندونو سره وویل، اسلامي امارت باید د خلکو امنیت ټينګ کړي.
په همدې حال کې د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ سلاموطندار سره د خبرو پرمهال کابل ښار کې د امنیت له تامین څخه خبر ورکوي او وايي، امنیتي ځواکونه یې د ښاریانو امنیت ټینګښت لپاره هڅې کوي.
نوموړي وویل: «امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دې قضیو عاملان ونیسي او مجازات یې کړي. امنیتي وضعیت اوس په ښه حالت کې دی او موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې امنیتي ځواکونه د امنیت د تامین لپاره جدي کار کوي.»
د کابل د امنیې قومنداني ویاند زیاتوي چې د وزیر محمداکبر خان جومات مخې ته پرونۍ چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۴۱ نور ټپیان دي.
ترواسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.