Asset 1SWN

پکتیا کې د انځورګرانو اقتصادي ستونزې؛ «د انځورګرۍ پر ځای هوټل کې کار کوو»

20221217_090352

پکتیا کې د نقاشي او میناتوري برخې یو‌شمېر هنرمندان وایي چې د پخوا په پرتله دې برخې ته پام کم شوی او د اقتصادي ستونزو له کبله څوک د ټابلوګانو پېرلو ته زړه‌ نه ښه کوي.

بهایي جان نایب‌خېل چې د پکتیا مرکز ګردېز اوسېدونکی دی او له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د نقاشي او میناتوري د هنر برخه کې کار کوي، وايي چې له تېر یوه کال راپدېخوا یې د نقاشي او میناتوري کومه تابلو نده پلورلې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نایب‌خېل زیاتوي چې د یوې ټابلو پر جوړېدو میاشت وخت تېروي، خو په وینا یې، د پلور بازار یې په نشت حساب دی. نوموړی همداراز وايي، خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره اړ شوی چې خپل هنر پرېږدي او یو رسټورانټ جوړ کړي.

نوموړی وايي: «تقریبا دا یو کال کېږي چې ما خپله یوه تابلو هم نده خرڅه کړې، داسې څوک نشته چې تابلو واخلي د دې په خاطر چې خلک اوس ډېر مجبور دي او اقتصاد یې ضعیف شوی. په هغو پیسو چې یوه تابلو اخلي، په هغه باندې یوه بوجۍ اوړه اخلي. د دې له خاطره اوس هېڅ بازار نلري، اوس تاسو خپله وینی چې زه همیشه دلته هوټل کې یم او دلته مصروف یم که په ورځ او شپه کې یو ساعت لپاره نقاشي وکړم.»

د نایبخېل په وینا، د نقاشي هنرمندان هم د نورو هنرمندانو په څېر د خپلې ټولنې او چاپېریال ستونزې د نقاشي په بڼه تر نورو خلکو رسوي.

د بهایي جان نایب‌خېل دا هم وایي چې تراوسه یې د «۱۰۰۰» په شاوخوا کې بېلابېلې تابلوګانې جوړې کړي چې تر ډېره یې د خپل ولایت د تاریخي او طبیعي سیمو انځور‌ګري کړې، څو له دې لارې راتلونکي نسل ته د تاریخي سیمو په هکله معلومات ولېږدوي.

نوموړي وویل: «زما خپل سبک طبیعت دی، یعنی طبیعي تابلوګانې مې زیاتې جوړې کړي دي. مثلا زموږ او ستاسو د پکتیا ځایونه دي دا د زرګري کوڅه ده تاسو هوټل کې هم دا تابلو ولیدله دا تقریبا شپیته یا اتیا کاله مخکې دلته د زرګري په نوم یو بازار و د هغه مې یو تابلو جوړه کړې ده . د سرسنګ قلعه یوه تابلو ده او اوس مې لاس دې ده  دا زوړ بازار د ګردېز چې دلته دی د دې یوه تابلو جوړوم چې زموږ دا پخواني شیان دا ځوانان وویني چې زموږ پخوانی داسې یو ژوند و.»

نوموړی همدا راز وایي، اوس هم پکتیا کې د نقاشي او میناتوري برخې له زده‌کړې سره د ځوانانو لیوالتیا ډېره ده، خو په وینا یې، د خراب اقتصادي وضعیت له امله نشي کولای چې ځوانانو ته د زده‌کړې د ورکړې لپاره کوم ځانګړی کورس جوړ کړی چې وکولای شي، دوی ته د نقاشي او میناتوري زده‌کړه په‌کې ورکړي.

د نقاشي د برخې د هنرمندانو په خبره چې اوس د نوې نقاشي په نوم نقاشي دود شوې چې تابلوګانې یې کم وخت کې جوړېدای شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی د معلوماتو پر بنسټ د میناتوري هنر بیا تر نقاشي هغه زیات کار ته اړتیا لري او له چین څخه افغانستان ته را انتقال شوی او اوس د هېواد ځانګړی سبک لري، خو په وینا یې، چې د نقاشي په نسبت د میناتوري مینوال په افغانستان کې کم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام