Asset 1SWN

د کهر او متقي لیدنه؛ د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر همکاریو ټينګار شوی

MUTTAQI 1

د بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر چې نن د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلې، د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر همکاریو ټينګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن سه‌شنبه د لیندۍ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې متقي له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې د یادو هېوادونو د اوسېدونکو او د سیمې لپاره ګټورې بللې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې د یاد وزارت سرپرست پاکستاني پلاوي سره دغه هېواد کې د افغان بندیانو د ازادېدو، د مسافرو لپاره د اسانتیاوې برابرولو او همداراز د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه خبرې کړې دي.

ضیااحمد تکل زیاته کړې چې امیرخان متقي د ټاپي، ټاپ، رېل پټلۍ او نورو پروژې د چارو پیلېدو په اړه چمتووالی ښودلی دی.

بل‌خوا پاکستاني پلاوي هم ټينګار کړی چې د سوداګرۍ پیاوړتیا او ټرانزیټ په برخه کې به افغانستان سره لازمه همکاري وشي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

حنا رباني کهر ویلي، افغانستان او پاکستاني دوه ګاونډي هېوادونه دي چې فرهنګي نږدې‌والی لري او د دواړو هېوادونو حکومتونه باید له یوه بل سره همکاري وکړي او خپلې ګټې خوندي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام