د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټوماس وېسټ سره په خبرو کې ویلي چې «سوله‌يیز، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې بلاول بوټو زرداري په نیویارک کې له ټوماس وېسټ سره خبرې کړې دي.

هغه په دې لیدنه کې افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د اسلامي امارت له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د دوام پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ټوماس وېسټ هم افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت او د تخلیې لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام