هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو ډېروالی؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۱۹۹۳ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. د دغه وزارت د اعلان له مخې، په یاده موده کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي او ۳۶۵ نور پرې اخته شوي دي. دا شمېرې چې په ۲۴ ولایتونو کې ثبت شوي، په وروستیو څو میاشتو کې تر ټولو لوړې هغه دي.

د کورونا درېیمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۵ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا د اخته کسانو ۹۲۲ شکمنې پېښې کتل شوي چې له ډلې یې ۱۶۶ هغه مثبتې ختلي او په همدې موده کې ۵ کسان چې پر دغه ویروس اخته وو، مړه شوي دي.
پر کورونا ویروس د اخته کسانو دغه نوې شمېرې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوي دي. په همدې حال کې په یوه شپه او ورځ کې له دې ناروغۍ ۱۱۹ کسان بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت خبرداری؛ که کورونا جدي ونه ګڼئ، د هند پر برخلیک به اخته شو

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې د کورونا ویروس پراخېدو ته په کتو وايي، که هېوادوال کورونا جدي و نه ګڼي او روغتیايي سپارښتنو ته پام و نه کړي، افغانستان به هم د هند پر برخلیک اخته شي.
دوی خبرداری ورکوي، د کورونا ویروس د جدي نه ګڼلو په برخه کې هر دول بې‌غوري به وضعیت ترینګلی کړي.