د عامې روغتیا وزارت د کورونا ناروغانو ډېرېدو ته کتو خبرداری ورکوي او وايي، هره ورځ له ۶ څخه تر ۱۰ پورې کسان د کورونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلام‌وطندار ته ویلي، له تېرو درېوو اوونیو را وروسته د ۱۵۰۰ او ۲۵۰۰ کسانو د کورونا ټېسټونه اخیستل کېږي چې له دې ډلې د ۱۵۰ او ۱۸۰ کسانو پایله مثبته خېژي. هغه وايي، تر دې مخکې د کورونا د مثبتو پایلو شمېر د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ و.

د علیزي په خبره، په دې وروستیو کې پر کورونا ډېری اخته کسان په ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې پېژندل شوي دي. نوموړی زیاتوي، روغتیا وزارت د کورونا د نوې بڼې د خپرېدو مخنیوي لپاره هوايي شرکتونو ته لارښوونه کړې چې کورني او بهرني مسافر د کورونا له ټېسټ وروسته هېواد ته راولېږدوي.

هغه وايي، اوس په افغانستان کې د هندوستان، ایران او پاکستان په پرتله وضیعت ښه دی، خو که شمېرې لوړې شوې، له نورو هېوادونو سره به سرحدي لارې او هوايي سفرونه بند شي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان له ټولو خلکو غواړي چې روغتیايي لارښوونې له پامه ونه غورځوي. د کورونا د نوي ډول له خپرېدو وروسته د هرات اسلام‌کلا بندر د مسافرو پر مخ تړل شوی دی.

د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، یاده لویه لاره د لویو او باروړونکو موټرو پر مخ نه ده تړل شوې او نه هم د هغو افغانانو پر مخ بنده ده چې غواړي له ایران څخه خپل هېواد ته راشي.

د هرات والي هم د کورونا د درېیمې څپې د خپرېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، که وضعیت ناسم لوري ته ولاړ، ځینې محدودیتونه به ولګول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام