جو بایډن خپل افغان سیال ته د دوامداره مرستو ډاډ ورکړی

د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل افغان سیال محمداشرف غني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د امریکا پر دوامدارو مرستو ټينګار کړی دی. په دې لیدنه د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه به د دغه هېواد ملاتړ دوامداره وي.

د کورونا د نوې بڼې «ډلټا» خپرېدل او د روغتیا وزارت اندېښنې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، د دغه وزارت په مرکزي لابراتورونو کې یې د کورونا ۱۹ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۱۱ هغه ډلټا یا هندي او اته یې هم الفا یا انګلیسي پېژندل شوې دي. د نوموړي په وینا، په هېواد کې د کورونا له کبله د وضعیت خرابېدو یا د مړینې کچې لوړېدو لامل د هندي بڼې یا ډلټا ډېر خپرېدل دي.

د پلازمېنې پرې شوې برښنا او د کابلیانو نیوکې

درې ورځې وړاندې د برښنا شرکت ویلی‌وو چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالي کې د برښنا د دوو وېجاړو شویو ستنو د بیا جوړولو لپاره د پلازمېنې کابل او یو‌‌شمېر نورو ولایتونو برښنا د ۷۲ساعتونو لپاره پرې کوي. خو نن شنبه د درېو ورځو له تېرېدو وروسته د افغانستان د برښنا شرکت نه دی بریالی شوی چې د کابل او نورو ولایتونو برښنا بېرته ونښلوي. برښنا شرکت بیا وایي، هڅه کوي د نن ورځې تر پایه د کابل برښنا بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.

طالبانو د بادغیس له ښوونځیو د «هېواد‌پالنه او د ژوند مهارتونه» مضمونونه لرې کړي

طالبانو په بادغیس کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځي پر«هېواد‌پالنې او د ژوند مهارتونه» مضمونونو پر تدریس بندیز لګولی دی. د بادغیس والي حسام‌الدین شمس وایي، طالبانو په دغه ولایت کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له زده‌کړییز نصاب څخه د «وطن‌پالنې او د ژوند مهارتونه» مضمونونه لرې کړي دي.