Asset 1SWN

کورونا؛ په یوه شپه او ورځ کې ۷۳ کسان مړه او ۲۲۰۲ پرې اخته شوي

52E8A629-4BC9-4BD8-B9B9-7EEB0E9BFC5A_w1200_r1-p8y8lk7y0h64u4oqr01xo36n2wjb59o6bdlyqm92ng

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۷۳ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او دوه زره او ۲۰۲ نور تازه پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د پنځه زره او ۴۹۹ شکمنو نمونو له کتلو ترلاسه شوې دي. په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۹۴ نور کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د مړینې او پر کورونا د اخته کېدو تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۷  زره او ۹۵۷ ته او د مړو شویو هغو هم څلور زره او ۳۶۶ ته رسېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۷۹ میلیونه او ۵۹۸ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له درې میلیونه او ۸۹۰ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۱۶۴ میلیونه او ۲۹۷ زرو نه ډېر بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې په نړۍ کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي. امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې او تر ننه په‌کې له ۶۱۷ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام