د روزګان مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې سختې وچکالۍ خلک زيانمن کړي او تر نيمايي زيان باغونه یې وچ شوي دي. روزګان کې یوشمېر کروندګر سلام‌وطندار ته وايي، سږکال د وچکالۍ له امله نه دي توانېدلي، ان خپلو باغونو ته اوبه ورسوي.

د دوی په وینا، د وچکالۍ له امله داسې کرنیزې ځمکې او باغونه هم له کرنې څخه پاتې شوي چې تر سل کاله مخینه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کروندګر سيف‌الله سلام‌وطندار ته ویلي: «پخوا دلته ښې اوبه وې، موږ به پخوا په دغو ځمکو کې غنم او جواري کرل، خو اوس موږ هېڅ شی نه دی کرلی. د ستونزو سره ډېر زيات مخامخ يم. سږکال نه جواري شته او نه هېڅ شی شته، د غلې د نه‌شتون سره ډېر مخامخ يو. موږ ته حکومت باید غټ غټ بندونه راجوړ کړي.»

د روزګان اوسېدونکي اسلامي امارت څخه غواړي چې د وچکالۍ منفي اغېزو کمولو لپاره هڅې زیاتې کړي. په ورته مهال روزګان کې د کرنې برخې یوشمېر پوهان سږکال د دغه ولایت په سطحه د وچکالۍ اغېزې بې‌مخینې بولي.

د کرنې د پوهنځي ریيس پوهنيار عبداشکور کريمي سلام‌وطندار سره خبرو کې اندېښنه وښوده چې د طبیعت وضعیت ته په کتو به راتلونکو کلونو وچکالي نوره هم زياته شي.

نوموړي وویل: «پر رودونو باندې باید ډېمونه جوړ شي، بندونه ورباندې جوړ شي. د وچکالۍ د مخنيوي لپاره باید ځنګلونه ونه وهل شي، هغه اوبه چې بې‌ځایه ځي هغه باید راوګرځول شي.»

نوموړی غوښتنه کوي چې د اوبو کوچنيو بندونو جوړولو ترڅنګ دې د ژورو څاګانو د کيندولو مخه ونيول شي.

د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو امر قدرت‌الله حميدي سلام‌وطندار ته وويل، د کرنې په برخه کې د فعاله موسسو په همکارۍ پر داسې پلانونو کار کوي چې له امله به يې د اورښتونو اوبه مهار او د وچکالۍ راپورته شوې اندېښنې به ختمه شي.

هغه زیاته کړه: «د ولايت په کچه تراوسه په کلني ډول ۱۳۱،۵ ميلي متره شوي. موږ په کلني ډول ۲۵۰ ملي متره اورښتونو ته ضرورت لرو، موږ خپل معلومات د وزارت سره شريکي کړي او غوښتنه مو کړې چې غټ بندونه وتړل شي، شته وچکالۍ د ۴۰ څخه تر ۵۰ فيصده پوري زيات کرنې او مالدارۍ ته رسولی، ډېر کښتونه اوس نه دي شوي، موږ دغه غوښتنې له وزارت څخه کړي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د روزګان ترڅنګ سږکال د ټول هېواد په سطحه د وچکالۍ ناوړه اغېزو او زیاتره سيمو کې د څښاک اوبو ته د خلکو نه لاسرسي څخه اندېښنې زیاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام