د هلمند یوشمېر شمالي ولسوالۍ چې ګڼ‌شمېر کرنیزې ځمکې يې د کارېزونو په اوبو خوړبېږي او بېلابېل مېوه‌لرونکي باغونه لري، خو اوس دغه باغونه د تېرو جګړو او روانې وچکالۍ له امله مخ پر وچېدو دي.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د تېرو جګړو، وچکالۍ او پر دښتي ځکمو د ژورو څاګانو زیاتېدو له امله د کارېزونو اوبه وچې شوي چې ورسره د لسګونو کلونو پخواني مېوه‌لرونکي باغونو ۶۰سلنه برخه له منځه تللې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، یادو باغونو څخه هر بڼوال له ۲۰۰زره څخه تر پنځه سوه زره افغانیو پورې کلنی عاید درلود، خو اوس صفر ته راټیټ شوی دی.

د سنګین ولسوالي اوسېدونکی دین‌محمد وايي: «دلته لس کارېزه دي. په دې ټولو کې یوزاې د مالمون کارېز اوبه لري، نور ټول وچ شوي. اوبه پر سل یو سل او شل یا ۲۰۰ متره ښکته تللي دي.»

د هلمند د شمالي ولسوالیو ځايي مسوولان وايي، د وچکالۍ او تېرو جګړو له امله د باغ‌لرونکو ۶۰ سلنه باغونه چې ان سل کاله مخینه لري له منځه تللي دي.

د سنګین ولسوالي د کرنې مدیر عبدالخالق ثاني سلام‌وطندار ته ویلي: «د سنګین د نیمايي ولسوالي باغونه وچ شوي. باغچې يې مخ پر وچېدو دي. خلک يې د جنګو څخه نور ځایونو ته تللي وو، ځمکې يې تورې پاتې شوې.»

په ورته وخت د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر شاه‌محمد هم تاییدوي چې شمالي ولسوالیو کې تر ۵۰ سلنه زیات باغونه له منځه تللي.

خو د نوموړي په وینا، په پام کې لري چې سږکال یوشمېر له منځه تللي باغونه بیا ځلې شنه کړي.

هغه وویل: «تېر حکومت کي زموږ سره د شریک شویو معلوماتو له مخې، تر نیمايي ډېر باغونه وچ شوي. د اسلامي امارت په راتګ سره زموږ ته چاه معلومات نه دي راکړي او نه يې غوښتنه کړې او نه هم شکایت شوي. هغه تېرو جنګونو وچکالۍ او خلکو د بې‌ځایه کېدو له امله وچ شوی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د هلمند ترڅنګ ګڼو نورو ولایتونو کې هم د اوبو کچه ټيټه شوې او د خپل‌سره ژورو څاګانو له امله د ځمکې لاندې اوبه ورځ تربلې مخ پر ښکته کېدو دي چې کرنیزې چارې یې له ننګونو سره مخ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام