د فراه يو شمېر اوسېدونکي او سيمهييز مسوولان په دغه ولايت کې د خُرما د ونو د روزلو او د زياتوالي خبر ورکوي. دوی وايي، د فراه اقلیم د خرما د ونو د کېنولو لپاره ښه دی او په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د خُرما لسګونه باغونه جوړ شوي دي.

 د فراه ځايي مسوولان او یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کلونو کې خلکو په ځانګړې توګه باغ‌لرونکي د خُرما ونو روزل ته مخه کړې او دغه صنعت د پراختیا په حال کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فراه باغ‌لرونکی رحمت‌الله چې شاوخوا ۳ کاله کېږي د خُرما ونو کېنولو او  په برخه کې کار کوي سلام‌وطندار ته وايي، تراوسه یې د خُرما شاوخوا ۶۰ ونې روزلي چې ښه حاصلات هم ورڅخه اخیستي دي. هغه وایي چې له دې لارې ښه عاید ترلاسه کوي ځکه فراه کې د خُرما ونو ښه ثمر ورکړی.

په همدې حال کې د فراه بل اوسېدونکی جمال‌الدین چې خپلو باغونو کې یې د خُرما شاوخوا ۳۰ ونې اېښي او پالنه یې کوي وايي، دغه ولایت کې د خُرما او نورو میوه‌لرونکو ونو د باغونو جوړول مخ په پراخېدو دی. د هغه په وینا: «  خرما ډېر ښه بازار لري او ښه حاصل هم ورکوي. اوس د پستې باغونه هم جوړ شوي او خلک پکې هڅه کوي.»

د فراه ولایت اوسېدونکي له اړوند مسوولانو څخه غواړي چې د خُرما د باغونو په وده او پراختیا کې له دوی سره همکاري وکړي.

فراه کې د کرنیزو چارو کارپوه شاه‌محمود نورزی د خُرما ونو د باغونو د زیاتېدو لامل د دغه ولایت غوره اقلیمي شرایط بولي او وايي چې اوسمهال فراه کې د خُرما شاوخوا ۱۴۰ سوداګریز باغونه جوړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د فراه‌ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي د «الغرافه» په نوم د قطر یوې موسسې هم څو کاله مخکې په دغه ولایت کې یو څېړنیز فارم جوړ کړی. د مسوولانو په وینا، دوی هم د خلکو په همغږۍ د خُرما باغونو جوړولو لپاره ځمکې ځانګړې کړې دي.

د فراه د کرنې ریاست د مسوولانو او باغ‌لرونکو د څرګندونو پر بنسټ، دغه ولایت کې د خُرما بېلا بېل ډوله باغونه شته چې تر ټولو باکیفیته یې د ساه‌ په نوم خُرما ده چې یوه کیلو یې له ۱۵۰ څخه تر ۱۸۰ افغانیو پلورل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام