په کندهار کې نن پنج‌شنبه د بېنوا لوړو زده‌کړو موسسې څخه ۱۹۳ نجونې او هلکان د انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو څخه فارغ شول.

د دغه پوهنتون مسوولان وایي، فارغ شوي نجونې او هلکان د درېوو دورو زده‌کړیالان دي چې له ډلې یې ۳۰ نجونې له لوړو زده‌کړو فارغې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بېنوا په نوم د  لوړو زده‌‌کړو موسسې د انجنیري پوهنځۍ د «سیول ډيپارټمینټ» امر انجنیر روح الله نعیمي وایي، په فارغ شویو کسانو کې ۶۰ کسان د انجنیري پوهنځي دي او پاتي نور له کمپیوټر ساینس څخه فاغ شوي دي.

فارغ شوي ځوانان بیا وایي، خوښ دي چې لوړې زده‌کړې یې پای ته ورسېدې، خو خپل راتلونکې ته اندېښمن دي او وايي چې څنګه به په اوسنیو شرایطو کې دندې پيدا کړي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي څخه یو فارغ شوی شېراحمد وایي، له دولتي مسوولانو څخه غوښتنه کوي چې دوی ته د کار زمینه برابره او له مهارتونو څخه یې کار واخلي.

په ورته مهال یوه بله فارغه شوې زاهده هم وايي، مخکې یې دنده لرله، خو اوس بې دندې ده او تمه لري چې دولت د ښځو پر وړاندې محدودیتونه کم او هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د هغې په خبره، د ښځو پر وړاندې چې کومو محدودیتونو ته ګوري، فکر نه کوي چې ښځو ته دي د کار زمینه برابره او دوی دې په ډاډه زړه زده‌کړې وکړي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي یوه بله فارغه شوې نګینه ناصري سلام‌وطندار ته وويل ، په سختو شرایطو کې یې زده‌کړې وکړې، خو اوس نه یوازې دا چې د کار په اړه راتلونکې ته اندېښمنه ده، بلکې مخکینۍ دنده یې هم له لاسه ورکړې ده.

په همدې مهال د کندهار مرستیال والي حیات‌الله مبارک په دې فراغت غونډه کې وویل، اسلامي امارت د ځوانانو لوړو زده‌کړو ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلې هڅې کوي.

هغه زیاته کړه، چې د زده کړو لپاره یو داسي نصاب جوړوي چې ټولو ته د منلو وړ وي او نه داسي نصاب چې د الف الله پر ځای الف انار لیکل شوی وي، د ت توري پر ځای تو توت لیکل شوی وي او د ټ ټوپک پر ځای ټ ټال لیکل شوی وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا مهال په کندهار کې زیات شمېر له لوړو زده‌کړو څخه فارغ شوي ځوانان وزګاره دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام