د هلمند ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولايت کې په جلا جلا ټرافيکي پېښو کې ۶ کسان مړه شوي او ۹ کسان ټپیان شوي دي.

دغه ټرافيکي پېښې پرون د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي او د هلمند-کندهار پر لویه لاره رامنځته شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ راشد هلمندی سلام وطندار ته وایي چې یادې ټرافيکي پېښې د هلمند د سنګین په شرافت بازار، زاړه بازار، د دې ولسوالي په دو راهي او د هلمند ـ کندهار پر لويه لاره شوي دي.

د هلمندي په وينا، د یادو ټرافیکي پېښو اړوند یوشمېر کسان هم  نیول شوي او د نورو د نيولو هڅې روانږ دي او د دې ترڅنګ د پېښو ټپیان روغتون ته د درملني په موخه لیږدول شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام