ارګ پر ملت او دولت د طالبانو وروستي بريدونه «ناروا» وبلل

ارګ ويلي په هلمند او غور کې د طالبانو وروستي بریدونه ښيي چې دوی د افغان د ولس له نېک او صادقانه نیت نه ناوړه ګټه اخیستې او خپلې ناروا جګړې ته یې دوام ورکړی دی.

د ولسمشر وياند صديق صديقي نن پر خپله ټوېټر پاڼه ليکي چې طالبانو د دولت او ملت پر وړاندې خپلو وحشیانه او ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ننګرهار کې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو مسوول ونيول شو

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی سلام‌وطندار ته وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو «۰۲قطعې» د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د اخندزاده ګانو کلي کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې پايله کې يې د داعش ډلې د ځانمرګو بريدونو مسوول نیولی دی.

پر کونړ د پاکستان توغول شويو مرميو کې یوه نجلۍ وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان دي

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري یوځل بیا د کونړ په مرورې ولسوالۍ ۱۶ د هاوان مرمۍ توغول شوي چې له کبله یې یوه ماشومه وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان شوي دي.

طالبانو امريکا د دوحې د هوکړې په نقض تورنه کړه؛ خلیلزاد رد کړه

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو هغه څرګندونې رد کړې چې ويلي يې دي امريکا په هلمند کې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي چې په دې کار سره يې د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه نقض کړې ده.