د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې په تېرو نهو میاشتو کې د دغه وزارت له روزنیزو مرکزونو څخه شاوخوا ۳۵ زره کسان فارغ شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور نن کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې اوسمهال د دغه وزارت په روزنيزو مرکزونو کې ٣٣٠ کسان د لسانس او ٢٥ نور د ماسټری په برخه کې پر زده‌کړو بوخت دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت ویاند د اسلامي امارت په لیکو کې د کم عمره ځوانانو شتون ردوي او وایي چې د اسلامي امارت په کړنلاره کې پوځي لیکو کې کم عمره کسانو ته د شاملېدو اجازه نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د سرپرست حکومت د ځواکونو د یونیفورم د طرحې په اړه چې څو میاشتې مخکې تصویب شوه وویل، د یونیفورم ګنډلو بهیر روان دی او تر بشپړېدو وروسته به یې د وېش بهیر له کابل څخه پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت، د ټرافیکي پېښو مخنیوي په موخه د سرپرست حکومت ځواکونو ته د موټر چلولو جواز د صادرېدو خبر هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د ځواکونو د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله ټرافیکي پیښې زیاتې شوي چې له امله یې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام