د چارو یوشمېر شنونکي وايي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به د دې لامل شي چې نړیوال افغانستان له پامه وغورځوي او خپل ټول تمرکز د اوکراین پر کړکېچ ورټول کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه طارق فرهادي سلام‌وطندار ته وویل، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته نورو هېوادونو ته د اوکرایني وګړو د کډوالۍ لړۍ پیل شوې او ښايي راتلونکو درېوو کلونو کې له اوکراین څخه شاوخوا ۵ میلیونه کسان نورو هېوادونو ته کډوال شي او په اروپا کې به ستر بدلون رامنځ ته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ده په وینا، اروپایي هېوادونو کې هم ځینې کسان د اوکراین او یو‌شمېر هم د روسیې پلوي دي چې په دې سره ښايي افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام کم شي.

نوموړي زیاته کړه: «وروسته له هغه چې روسان اوکراین ته داخل شول. اروپایي ټولنه، نړۍ هم فرق کوي او اروپا خپله هم کورني بې‌ځایه شوي لري او د نړیوالو پام به دغو مسایلو ته ور واوړي. دلته به افغانستان ته د نړیوالو توجه او مرسته کمه شي.»

د نړیوالو چارو بل کارپوه محب‌الله شریف هم په دې باور دی چې د روسیې او اوکراین جګړه به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او په ټوله کې د هېواد پر حالاتو ناوړه اغېز ولري.

نوموړی وایي، لومړی دا چې اوکراین کې ډېر شمېر افغانان کډوال او زده‌کړیالان دي چې هغوی له ګواښ او نامعلوم برخلیک سره مخ کوي.

د هغه په وینا، ښایي تر دې وروسته لوېدیځ هېوادونه د روسیې په مقابل کې یو موټي شي او په اقتصادي، سیاسي او نظامي برخو کې به اوکراین ته لومړیتوب ورکړي چې په دې سره به افغانستان سره یې مرستې هم کمې شي.

هغه وویل: «له شکه پرته به د نړیوالو توجه د اوکراین قضیې ته ګرځي او د افغانستان مسله به په یو ډول څنګ ته شي. د دې ترڅنګ هغه اقتصادي یا سیمه‌ییزې ستونزې چې د جګړې له غځېدو به راپورته کېږی، هغه به هم پر افغانستان اغېز کوي.»

دا داسې مهال دی چې روسیې د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ پر اوکراین برید وکړ او د رپوټونو پراساس، روسي ځواکونو د اوکراین ګڼې سیمې نیولي او د دغه هېواد پلازمېنې کی‌یف ښار ته ننوتي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روسي او اوکراین ځواکونو ترمنځ جګړه کې چې لاهم روانه ده، ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتي. بل‌خوا داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام