د افغانستان ژغورنې په نوم نوی سیاسي حرکت جوړ شو

د افغانستان د ژغورنې په نوم سیاسي جوړښت په یوې غونډه کې د موجودیت اعلان وکړ. دا حرکت د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ جوړ شوی او ځینې سیاسي ګوندونه، ټولنیز او قومي جوړښتونه او خپلواک شخصیتونه یې غړیتوب لري.

د افغانستان ژغورنې د حرکت مشر حضرت عمر زاخېلوال جوړې شوې غونډه کې وویل، په هېواد کې بې‌عدالتي او فساد ډېر شوی او همداراز اقتصادي وضعیت هم ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې دی؛ نو دوی دې ته اړ شول چې داسې یو سیاسي حرکت رامنځته کړي چې د روانو ستونزو او نابرابریو پر وړاندې مبارزه وکړي او هېواد له اوسني ناورینه وژغوري.