هرات کې يوه زوم له طالبانو د خپلې «ناوې» مېرمنې د سنګسار غوښتنه کړې

د هرات پښتو زرغون ولسوالۍ کې يوه سړي له واده دوه ورځې وروسته ويلي چې ناوې مېرمن يې «باکره» نه ده او طالبانو ته ورغلی چې مېرمن یې صحرايي محاکمه کړي.

دغه نوې واده شوې مېرمن له شل ورځو لالهاندۍ وروسته نن له خپل ورور سره هرات ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کميسيون ته ورغلي تر څو د خپل وقار د ساتلو او ځان د طالبانو له صحرايي محاکمې و ژغوري.