Asset 1SWN

سرپل کې د خولۍ‌ګنډلو صنعت په ورکېدو دی

خولۍ

په سرپل کې د خولیو ګنډونکي وايي چې د خولۍ ګنډلو صنعت د دغه ولایت مهم لاسي صنایع دي، خو اوس دغه لرغونی صنعت له ورکېدو سره مخامخ دی. د دوی په وینا، پخوا د دغه صنعت بازار ښه و، خو د بهرنیو خولیو له واردېدو سره ۷۰ سلنه ښځو خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی.

د خولیو ګنډونکې ګلنار وايي چې د په لاس جوړو شویو خولیو خپل بازار له لاسه ورکړی او بیه یې هم له ۶۰ تر ۷۰ سلنې را ټیټه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «دغه خولۍ چې وینئ، له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې یې ارزښت درلود. اوس دا خولۍ په ۳۰ افغانیو هم څوک نه اخلي. غریبي ده، بله چاره نشته. په سترګو یوه ړنده لور لرم چې د خولیو په ګنډلو به مې یې لګښتونه پوره کول، خو اوس هېڅ هم نه کېږي.»

یوه بله مېرمن شهناز چې خولۍ ګنډي وايي، په دغه کار سره به یې څه‌ناڅه پیسې ګټلې، خو اوس یې کاروبار خراب شوی دی. نوموړې وايي: «زموږ همدا کسب دی. د زرکو خولۍ ګنډو. مخکې به مو زري خولۍ له ۱۵۰ تر ۱۸۰ افغانیو پورې پلورلې. د دغو خولیو توکي په ۲۰ افغانیو پېرو، د تارو پیسې یې هم نه کېږي. بې‌وسه یوو. موږ سره باید مرسته وشي او د کار اسانتیاوې راته برابرې شي.»

په همدې حال کې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان هم په دې برخه کې شته ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې د دغه صنعت د ساتلو برخه کې به هراړخیزې هڅې وکړي.

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فخرالدین عمیر سرپلي وايي چې د هر قوم د دود‌ او دستور ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې د یوه مناسب بازار په جوړولو سره د سرپل د اوسېدونکو دغه لرغوني صنعت ته بیا وده ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه زیاتوي: «د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د اسلامي امارت مشران په خپل ټول توان هڅه کوي، څو د هر قوم د دود او دستور چې د شریعت خلاف نه وي، ملاتړ وکړي. په ټول توان د دغه صنعت ملاتړ کوو او په دې هیله چې دغه صنعت وده وکړي.»

ویل کېږي چې د ډېرو بهرنیو توکو را واردېدل د افغاني صنایعو بازار له دېوالي کېدو سره مخامخ کړی او د کارپوهانو په وینا، حکومت باید د دغو صنایعو د وضعیت ښه‌والي لپاره مناسبې حل‌لارې ولټوي او د ودې او پرمختګ په موخه یې ځانګړې تګلارې جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام