Asset 1SWN

د ښځو پر کار محدودیتونه؛ کندهار کې مېرمنو د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې

تصويرونه (2)

هېواد کې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو ځنډېډو څخه وروسته ګڼ‌شمېر مېرمنو او نجونو په خپلو کورونو کې د لاسي صنایعو او نورو توکو د تولید برخه کې ځانته بوختیا پیدا کړې ده.

کندهار هم له هغو ولایتونو دی چې ټولنه کې پر ښځو له محدودیتونو وروسته، يوشمېر مېرمنو خپلو کورونو کې د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندهار اوسېدونکې زلیخا چې خپل کور کې یې د خیاطۍ کوچنۍ کارخونه جوړه کړې، ۱۶ نورې مېرمنې هم ورسره په جلا جلا وختونو کې کار کوي او خپل لاسي صنايع ښار کې پر يوه هټۍ‌وال پلوري.

زلیخا چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده، وايي، له کلونو راهیسې د خپل ژوند لګښتونه د جامو ګنډلو له لارې پوره کوي. زلیخا سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، وروسته له هغې يې کور کې کار کولو ته مخه کړه چې کندهار کې د ښځو اړوند مارکيټ وتړل شو.

هغې وویل:«زموږ کاروبار مخکې د ښځینه‌وو په مارکېټ کي و، خو هغه چي بند شو، دلته کور کي مو شروع کړ، دلته ځای ډېر تنګ دی.»

د نوموړې په وینا، په یاده کارخونه کې د ښځو جامې، د خونو پردې او حجابونه جوړوي او وروسته یې بازار کې له ۱۵۰ څخه نیولې تر ۴ زره افغانیو پر هټۍ‌والو پلوري. خو هغه شکایت کوي چې ګټه يې تر پخوا کمه شوې ده.

په ورته مهال د زلیخا ترڅنګ کندهار کې یو‌شمېر نورو ښځو هم په خپلو کورونو کې د لاسي صنایعو تولید ته مخې کړې ده. ګل‌ناز چې شپږ میاشتې مخکې یې د لاسي صنایعو د تولید کار پیل کړی، وايي، هره ورځ ساعتونه پر پښو مزل کوي، څو خپل کار ځای ته ورسېږي.

نوموړې وویل: «څلوېښت کاله مي عمر دی، اته اولادونه لرم، هره ورځ ساعت په پښو مزل کوم چي کار ته راشم او خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړم.»

اسدالله چې د کندهار ښار رنګریزانو بازار کې د ښځینه جامو هټۍ لري، سلام‌وطندار ته وايي چې ډېری توکي یې د یادو مېرمنو له‌خوا کورونو کې تولید شوې جامې دي.

هغه وویل: «موږ د دې خیاطانو څخه کالي رانیسو او بیا يې خپل دوکان کي خرڅوو، خلګ تر ډېره هغه له بهرنیو هېوادونو څخه راغلي جوړ سیټان خوښوي، په دې خاطر چي نرخ يې هم کښته دی او ښه ډزاینونه لري.»

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد سلام‌وطندار ته وايي، کندهار کې د ښځو د ځانګړي مارکېټ تړل کېدو موضوع به وڅېړي.

نوموړي وویل: «د سوداګرۍ او صنعت وزارت د هغو ښځو چي  تجارت لري او یا هم صنعتي کارونه کوي، ملاتړ کوي او کوښښ کوو چي لا نورې اسانتیاوې ورته برابرې کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کندهار کې داسې مهال د ښځو د ځانګړي مارکېټ له تړل کېدو وروسته ښځو خپلو کورونو څخه کار کولو ته مخه کړې چې څه موده وړاندې د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښځو لپاره د «خدیجه ‌الکبرا» په نوم ځانګړی مارکېټ پرانیستل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام