Asset 1SWN

کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو په ملاتړ جوړ شوی نندارتون پای ته ورسېد

۲۲

کابل کې د کورنیو تولیداتو او د ښځو د لاسي صنایعو څخه د ملاتړ په موخه پیل شوی دوه ورځنی «فرهنګي او نقاشۍ نندارتون او د لاسي صنایعو مېله‌ بازار» نن پنج‌شنبه د کب ۲۵مه پای ته ورسېد.

دغه نندارتون چې د کابل په نګارستان ملي کې تېره ورځ پیل شوی و او نن پای ته ورسېد، ښځینه او نارینه ګډونوالو په‌کې خپل لاسي صنایع او نور توکي نندارې ته وړاندې کړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نګارستان ملي مسووله صابرې رحماني وویل: «له ۱۹ زیات مېزونه د ښځو لپاره ځانګړي شوي او شپږ مېزونه د نارینه‌وو لپاره دي. د دغه شان نندارتونونو جوړول اوسنیو شرایطو کې اړین دي، څو د کورنیو محصولاتو او ټولنه کې د ښځو حضور څخه ملاتړ وشي.»

د یاد نندارتون یو‌شمېر ګډونوال چې په خپلو لاسونو جوړ کړي توکي او محصولات یې دې نندارتون کې نندارې ته اېښي، وايي چې د پېر کچه خورا کمه ده.

د یاد نندارتون جوړونکې حامده حیدري وايي: «موږ دې مېز کې خپل لاسي صنابع نندارې ته اېښيي، خو خرڅلاو نشته، خلک یوازې راځي او ننداره یې کوي، ځکه خلک بې‌وزله دي او پیسې نه‌لري چې توکي واخلي. بیا هم د خوښۍ ځای دی چې په دې شرایطو کې موږ ته اجازه راکړل شوه چې د باندې راشو.»

په همدې حال کې دغه نندارتون ته ورغلي یو‌شمېر کسان وايي چې دغه شان نندارتونونه به د ښځو اقتصادي ځان‌بسیاینه کې اغېزمنه ثابته شي.

نوموړي وویل: «د دغه نندارتون جوړولو د ښځو لپاره یو فرصت دی چې اقتصاد او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي. کله چې دې نندارتون ته راغلم فکر مې نه کاوه چې ښځې او سړیان به یوځای وي، دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې اسلامي امارت ښځو او نارینه‌وو ته د یوځای کار کولو اجازه ورکړې ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د یاد نندارتون د نقاشۍ په برخه کې ۳۰ تابلوګانې نندارې ته کېښودل شوې وې چې ارزښت یې له ۷۰۰ افغانۍ تر ۳۰۰ ډالرو رسېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام