په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا ورځ تر بلې د خلکو کاروبار او اقتصادي وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی. ۲۷کلن محمدناصر د اقتصادي ستونزو له کبله غواړي چې خپل پښتورګی خرڅ کړي. نوموړی وايي، اقتصادي ستونزې او د ژوند ناخوالو اړ کړی چې دې کار ته لاس واچوي.

محمدناصر یو لوستی ځوان دی چې درې کاله یې د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې زده‌کړې کړي او اوس د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي د دویم کال زده‌کړیال دی. ناصر درې کاله په دولتي ادارو کې کار کړی، خو اوس وزګاره دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ناصر وايي چې مور او پلار یې ناروغان دي او خپله هم کوژدن شوی دی. د نوموړي په وینا، پلار یې د پروستات ناروغي لري او باید عملیات شي. وزګارتیا او خالي لاس ناصر اړ کړی چې خپل پښتورګی پلور ته وړاندې کړي.

نوموړی وايی، غواړي چې خپل پښتورګی ۶۰۰زره افغانۍ وپلوري او یو پېرېدونکی یې هم ورته پیدا کړی چې پښتورګی یې په ۳۰۰زره افغانۍ اخلي، خو ناصر دغه پیسې د خپلو ستونزو د حل لپاره کافي نه بولي.

بل‌خوا د هرات اوسېدونکی بصیراحمد سلام‌وطندار ته ویلي چې نږدې یوه میاشت کېږي چې خپل پښتورګی یې خرڅلاو ته وړاندې کړی، خو د اخیستلو لپاره ورته څوک نه دي پیدا شوي.

بصیر ویلي، د بې‌وزلۍ، پور او د خپلو اولادونو د لوږې له امله اړ شوی چې خپل پښتورګی پلور ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې چې اته اولاده لري او نهه میاشتې کېږي چې د کور کرایه یې نه ده ورکړې. بصیر هم د ناصر په څېر د خپل پښتورګي د پلور لپاره د پېرېدونکو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ شوی دی.

دا یوازې ناصر او بصیر نه دي چې وروستیو سیاسي تحولاتو وزګار کړي، بلکې دوی یې حتا د خپل پښتورګو پلور ته اړ کړي دي. په همدې حال کې د اسلامي امارت د تازه مقرراتو له امله دوی د خپلو پښتورګو لپاره د پېرېدونکو پیدا کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د کابل په یوه روغتون کې د بډوډو د نښلولو متخصص نعمت‌الله رضايي وايي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو او د بدن د غړیو د نښلولو په برخه کې د مقرراتو د بدلون له امله د بډوډو نښلول کم شوي دي.

د نوموړي په وینا، پخوا به له یوه کس څخه بل ته د بډوډو د نښلولو په برخه کې جدي بندیز نه و، خو اوس د عامې روغتیا وزارت یو کمېسیون جوړ کړی چې له استثنايي مواردو پرته، څوک نشي کولای چې د بل کس پښتورګی خپل ناروغ ته پیوند کړي.

د جمهوریت روغتون د همودیالیزم د څانګې مسوول هارون هاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې په هېڅ دولتی روغتون کې د پښتورګي د پیوند عملیات نه ترسره کېږي.

د نوموړي په وینا، د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ورته ویلي چې په جمهوریت روغتون کې به د پښتورګو د پیوند څانګه جوړه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وړاندې، د بدن د غړیو په ځانګړې توګه د پښتورګو خرڅلاو شتون درلود، خو اوس د بدن د غړیو په ځانګړې توګه د پښتورګي پر پلور بندیز لګېدلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام