د افغان‌-‌جاپان روغتون کارکوونکو د اعتصاب خبرداری

په کابل کې د کورونا ناروغي د تشخیص او درملنې د ځانګړي مرکز افغان‌-‌جاپان روغتون سرطبیب ډاکټر طارق اکبري سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه روغتون څه باندې ۲۵۰ ډاکټرانو او کارکوونکو د پنځو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي.
د نوموړي په وینا، د یاد شمېر کارکوونکو له ډلې ۳۵ یې د معاش نه ورکړې له کبله خپلې دندې پریښې دي.

 فراه کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

په فراه کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰ بستریز روغتون مسوول عبدالودود نیازی سلام‌وطندار ته وايي چې دوی د ناروغانو د زیاتېدو، د ځای، درملو او خوراکي توکو د کموالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نیازي په وینا، دوی خپلې ستونزې له محلي او مرکزي چارواکو سره شریکي کړي او هڅه کوي چې ورته رسېدنه وکړي.