Asset 1SWN

د پاکستان پخوانی ولسمشر «پروېز مشرف» ومړ

2535

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د سلواغې ۱۶مه خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر پروېز مشرف د عربي متحده اماراتو په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

رسنیو ویلي چې نوموړی نن سهار د دوبۍ په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۷۹ کلونو په عمر ومړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد یو‌شمېر نورو لوړپوړو چارواکو د پروېز مشر پر مړینې خواشینې ښودلې او د نوموړي کورنۍ ته یې خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

پروېز مشر په ۱۹۹۹ کې د یوې پوځي کودتا له لارې دغه هېواد کې واک ترلاسه کړ او د نهو کلونو لپاره یې حکومت وکړ.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د یوې ټلوېزیونې وینا له لارې خپله استعفا اعلان کړه چې وروسته دغه هېواد کې د سیاسي ترینګلتیاوو زیاتېدو سره بهر کې مېشت شو. نوموړی د «امیلوییدوز» په نوم ناروغۍ باندې اخته شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام