د سپټمبر یوویشتمه د سولې نړیواله ورځ ده، خو افغانانو له کلونو انتظار وروسته لا هم د هغې خوږوالی نهدی څښلی. یوشمېر افغان مېرمنو چې نن د دې ورځې په مناسبت راټولې شوې وې، له خلکو وغوښتل چې یو بل ته لاس ورکړي او د ملي یووالي لپاره ګډ کار وکړي.
د دوی په وینا، ژبنی، ګوندي او سیمهييز بېلوالی او تعصب افغانستان کې د سولې نه ټینګښت اصلي لامل دی.
د ښځو حقونو یوه فعاله صدیقه فضلڅي وايي، د بېلابېلو سیمو مخور، پوهان، روښنفکران، ځوانان او مدني فعالان باید په ژبنيو، ګوندي او سیمهيیزو مسایلو پسې ونه ګرځي او د خلکو او هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره کار وکړي.
د ښځو حقونو یوشمېر فعالانو سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې هېواد کې رښتینې سوله نه ده راغلې او په وینا یې، بهرنیان او د سیمې هېوادونه نه غواړي چې افغانان سولهييز ژوند ولري.
دوی پر اسلامي امارت هم نیوکه کوي چې تېر یوه کال کې یې د سولې لپاره کار نهدی کړی. دغه فعالان وايي، که سرپرست حکومت غواړي چې هېواد کې سوله راشي، پهکار ده چې له شپږم ټولګي نه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي؛ ځکه په خبره یې، سولې ته د رسېدو یوه لاره برابروالی دی.
د ښځو حقونو فعاله سکینه نظري وايي، «اوس رښتینې سوله نشته او داسې سوله به هېڅکله را نهشي. ځکه دا هغه پلانونه دي چې د نورو هېوادو له لوري جوړېږي او افغانستان په خپلو ګټو څرخوي او هغه څه کوي چې افغانستان شا ته ولاړ شي.»
د ښځو حقونو بله فعاله حسنا رسولي بیا سولې ته د رسېدو لپاره د نجونو ښوونځیو پر پرانېستل کېدو ټینګار کوي. هغه حکومت ته په اشارې وايي: «موږ بیا هم غواړو چې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي او وښيي چې رښتیا په افغانستان کې سرتاسري سوله غواړي.»
د ښځو حقونو فعاله بصیره بېګزاد بیا باور لري چې هېواد کې د تلپاتې سولې نه موجودیت د ناامنیو او افغان کډوالو د شمېر زیاتوالي او د نجونو لپاره د زدهکړو اسانتیاوو د نه برابرېدو لامل شوی دی. هغه یو د بل منل رښتینې سولې ته د رسېدو لاره بولي او وايي، افغانان داسې باعزته سوله غواړي چې ولسواکې لاستهراوړنې او ملي ویاړونه یې په پام کې ونیول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بېګزاد زیاتوي چې هېواد کې سوله او امنیت نشته، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، کار او ازادي نه لري او د زدهکړو لازمې اسانتیاوې هم نه دي برابرې او همدا لامل دی چې پر زدهکړو او پوهې سمبال ځوانانو د وطن پرېښودو ته مخه کړې ده.
بلهخوا یوه زدهکوونکې مهریه فیضي وايي، که څه هم افغانستان کې څهناڅه سوله راغلې، خو دوی فکري ارامتیا نه لري. هغه پر اسلامي امارت غږ کوي چې د نجونو ښوونځي پرانېزي.
ملګرو ملتونو په ۱۹۸۱ کال کې د سپټمبر یوویشتمه د سولې نړیوالې ورځې په نوم ونوموله. د یادونې ده چې هر کال د ملګرو ملتونو سازمان په انګړ کې چې په نیویارک ښار کې دی، د سولې زنګ کړنګول کېږي.