د مرکزي سیلو مسوولانو د یوې خبري غونډې پرمهال د مرکزي سیلو د بېرته فعالېدو خبر ورکړ. د مرکزي سیلو رییس انجينر خیال‌محمد مایار وايي چې دغه کارخونه اوسمهال د غنمو د زېرمه کولو، ژرنده کولو او تولید برخو کې په فعالیت پیل کړی او په ورځ کې د ۲۰۰ کیلوګرامه غنمو د وړه کولو ظرفیت لري.

مایار زیاتوي، دوی هڅه کوي چې د دې کارخونې د وړو د تولید ظرفیت په ورځ کې له څلورو تر پنځو ټنو پورې لوړ کړي. د هغه په ​​وينا، اوسمهال په ياده فابريکه کې له څلورو ماشیونو څخه يواځې يو یې فعال دی.

د مرکزي سیلو دوه تنه مرستیالان ذکریا رسولي او عتیق‌الله بې‌قرار سلام وطندار ته وویل چې دوی د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ۳۳ غرفې لري چې په نږدې راتلونکې کې به دا غرفې ټولې د مرکزي سیلو تر پوښښ لاندې راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عتیق‌الله بې‌قرار وایي: « تولیدات مو نوی پیل کړی، غواړو چې هېواد او هېوادوالو ته خدمت وکړو، اوس غواړو چې د چارواکو پام راجلب کړو څو زمونږ ملاتړ وکړي.»

د مرکزي سیلو مسوولان وایي چې په تېرو وختونو کې د دغه مرکز د کارکوونکو شمېر ۲زرو ته رسېده خو اوس یې د کارکوونکو شمېر ۱۳۰ تنو ته راټیټ شوی چې له دې ډلې ۱۲ تنه یې ښځې.

د دې کارخونې یو تن ښځینه کارکوونکې سلام وطندار ته وویل: « مونږ خوشحاله یوو چې بېرته خپل کار ته راغلو، ډېره خوشحاله یوو. الله دې مونږ ته نور هم توان راکړي، زمونږ غوښتنه همدا ده چې ارامي او سوکالي ده، امنیت شته چې کار وکړو. زه د څلور کسیزې کورنۍ سرپرسته یم.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مرکزي سیلو د مسوولانو په وینا د دې مرکز کلني عواید په کال کې ۳۵ میلونه افغانیو ته رسېږي چې د دولت خزانې ته ځي او ددې عوایدو ترڅنګ ۸ میلیونه يې ګټه بلل شوې. باید وویل شي چې مرکزي سیلو له ډېرو وختونو وروسته بیا خپل فعالیت پیل کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام